Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مالي محاسبې قانون توشېح شو

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۴): د عدلیې وزارت وایي، د مالي محاسبې قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو چې له مخې یې د امارتي ادارو ټول مالي مسوولین مکلف دي څو په شفافه توګه د عوایدو او لګښتونو حساب «مرکزي مالي ادارې» ته ورکړي.

د عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه وزارت، د مالي محاسبې د قانون او د امارتي شرکتونو د چارو د تنظیم په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذوالقعدة الحرام د میاشتې په ۱۷مه په ۱۴۶۵ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.

خبرپاڼه کې راغلي چې د مالي محاسبې په قانون کې تمهید، مقدمه، یو باب او ۲۰ مادې شاملې دي چې د اسلامي امارت د ادارو پر مالي چارو د تطبیق وړ دی او د اسلامي امارت د مشرتابه د دفتر د مالي چارو اداره (مرکزي مالي اداره) یې د تطبیق مسووله ده.

سرچینه وایي چې د دغه قانون له مخې د امارتي ادارو ټول مالي مسوولین مکلف دي چې د پیسو د ترلاسه کولو او لګښت بشپړ حساب په شفافه توګه، مرکزي مالي ادارې ته ورکړي او دا اداره مکلفه ده چې له یادو شیو مسوولینو سره د پیسو د اخیستنې، مصرف او نورو مالي چارو دقیقه محاسبه وکړي.

خبرپاڼه کاږي چې په دې قانون کې د امارتي ادارو د کارکوونکو د معاشونو، اعاشې او د یادو ادارو متفرقه مصارفو په ګډون له مرکزي مالي ادارې څخه د پیسو ترلاسه کولو ټول مراحل تشرېح شوي دي،همدارنګه د پیسو د مصرف د څرنګوالي راپور ورکولو، د اضافي پیسو اعاده کولو، د مصرفيه سندونو وړاندې کول، د دارالایتامونو د پیسو او د هغوی د اعاشې مدیریت هم په دې قانون کې بیان شوی دي.

د عدلیې وزارت وایي چې په ۱۴۶۵ ګڼه رسمي جریده کې د امارتي شرکتونو د چارو د تنظیم په هکله د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان چې ۱۶ مادې پکې شاملې دي هم خپور شوی دی. په دې فرمان کې د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست مسوولیت، د امارتي شرکتونو د جوړولو څرنګوالی، د بودجې او مالي چارو تنظیمول، نظارت او د دغو شرکتونو اړوند نور مسایل مشخص شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.