Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستاني رسنۍ: سبا په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه کېږي

کابل (پژواک، ۲۸ اسد ۱۴۰۴): پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې سبا په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې‌ اړخیزه غونډه ترسره شي چې د امنیت، اقتصاد، سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ او نورو موضوعاتو په اړه په په‌کې بحث او خبرې وشي.

د پاکستان د نېشن ورځپاڼې د راپور له مخې، دا لومړی ځل دی چې افغانستان په کابل کې د درې ‌اړخیزې ناستې کوربه‌توب کوي.

یادې ورځپاڼې لیکلي چې په دې ناسته کې به د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ډار، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د دغو درېيو هېوادونو نور لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

سرچینه ليکي چې د یاده يو ورځنۍ غونډه کې به د افغانستان  له سولې، امنیت او  پرمختګ سره د تړلو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.

په راپور کې راغلي چې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ وروستۍ درې ‌اړخیزه ناسته د روان کال د مې میاشتې په ۲۱مه نېټه په بېجینګ کې ترسره شوې وه.

کابل کې په ياده درې اړخيزه ناسته کې به د پاکستان، چین او افغانستان ترمنځ د هوکړو په برخه کې به شوي پرمختګونه هم و ارزول شي.

د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر به د دغه غونډې له پای ته رسېدو وروسته د اګسټ میاشتې په ۲۰مه پاکستان ته ولاړ شي څو د پاکستان – چین په کلني ستراتیژیکه غونډه کې چې د اګسټ په ۲۱مه په اسلام‌‎آباد کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.