Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات خونړۍ ترافیکي پېښه؛ د «هري کاروان» تراسپورټي شرکت مسوولین احضار شوي

هرات (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۴): په هرات کې د تېرې شپې له خونړۍ ترافیکي پېښې وروسته چې په پایله کې یې نږدې ۸۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ، د دغه ولایت د والي په سپارښتنه د «هري کاروان» ترانسپورټي شرکت مسوولین احضار شوي دي.

د هرات ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، د هري کاروان ترانسپورټي شرکت مسوولین د تېرې شپې خونړۍ ترافیکي پېښې په اړه د پلټنو په موخه د دغه ولایت د والي مولانان نوراحمد اسلام‌جار په سپارښتنه تر دویمې خبرتیا پورې احضار شوي دي.

سرچینې ویلي چې د دغه شرکت مسوولین د دې لپاره احضار شوي څو دغه پېښه په بشپړ ډول وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په هرات کې د تېرې شپې ترافیکي پېښه دردوونکې بللې او د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ یې د ترانسپورټ مسوولینو ته لارښوونه کړې چې ژر تر ژره د پېښې په اړه کره معلومات چمتو او د ملامت لوري په اړه جزئیات شریک کړي.

تېره شپه یو «۵۸۰» مسافروړونکی موټر چې د اسلام‌کلا له بندره کابل ته پر لاره و، د هرات د ګذرې ولسوالی اړوند پر حلقوي سړک له یوه موټرسایکل او یوه باروړونکي مازدا موټر سره ټکر شوی او وروسته یې اور اخیستی دی.

په دې پېښه کې ۷۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې ۷۶ یې له ایرانه تازه راستانه شوي کډوال دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.