Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر په درېیو ولسوالیو کې اوو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوې

پل‌علم (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۴): د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(UNICEF)  له لوري د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شاوخوا ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت اوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر د پوهنې رئيس مولوي عبدالرحمن حمیدي په دې اړه جوړ شوو مراسمو ته وویل چې د دغه ولایت په بره‌برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې اوو لومړنیو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې چې هره ودانۍ د نورو اړینو ملحقاتو ترڅنګ ۶ درسي ټولګي، احاطوي دېوالونه، د پاکو اوبو او سولري سیسټمونه لري.

حمیدي زیاته کړه چې د دغو ودانیو له پرانېستل کېدو سره د شاوخوا ۲۱۰۰ زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شو.

بلخوا، د لوګر د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي جمیل‌احمد پژواک ته وویل، خوښ دی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(UNICEF)  له لوري اوو ښوونځیو ته معیاري ودانۍ جوړې شوې.

هغه ټینګار کوي چې د لوګر په مرکز پل‌علم او یو شمېر نورو لرو پرتو ولسوالیو کې دې هم هغو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي چې اوس یې زده‌کوونکي په ستونزو کې زده‌کړې کوي.

د یادونې ده، دوه میاشتې مخکې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(UNICEF)  د لوګر په مرکز پل‌علم او یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې اوو ښوونځيو ته ورته معیاري ودانۍ جوړې کړې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.