هرات (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۴): هرات کې ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې خونړۍ ترافیکي پېښې د ټولو قربانیانو جسدونه کابل ته لېږدول کېږي، خو د سختې سوځېدنې له امله د پېژندلو وړ نه دي.
تېره شپه یو مسافر وړونکی «۵۸۰» موټر چې د اسلامکلا له بندره کابل ته پر لاره و، د ګذرې ولسوالی مربوطاتو کې له یوه موټرسایکل او باروړونکي مازدا موټر سره ټکر شوی او وروسته یې اور اخیستی دی.
په دې پېښه کې ۷۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې ۷۶ یې له ایرانه تازه راستانه شوي کډوال دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د کډوالو چارو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویاند مولوي احمدالله متقي وايي چې د تېرې شپې خونړۍ ترافیکي پېښې د «شهیدانو» د لېږد، تجهیز او تکفین چارې د ملي دفاع وزارت او په دغه ولایت کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو له لوري پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د قربانیانو مړي لومړی د قولاردو روغتون ته لېږدول شوي او ټاکل شوې ټول جسدونه د پېژندلو او خپلو کورنیو ته د سپارلو لپاره د کابل مرکزي روغتون ته ولېږدول شي.
په همدې حال کې، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي چې د دې پېښې قربانیان د کابل، کاپیسا، بغلان، کندوز، میدانوردګو، غزني او بامیان ولایتونو اوسېدونکي وو.
ورته مهال، د هرات د ۲۰۷ الفاروق قولاردو د روغتون سرطبیب ملا جانان مقدس وايي چې د قربانیانو جسدونه د سختې سوځېدنې له مله د پېژندلو وړ نه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP