خوستښار (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۴): د خوست ولایت په مرکز کې د کوزې پښتونخوا د دوو لوبډلو په ګډون د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د واليبال دا لوبې د دغه ولايت په مرکز ازادي مېنې ښارګوټي کې د شيخزايد په نوم د واليبال لوبغالي کې د يوه پانګهوال په مالي لګښت پيل شوې چې موخه يې د ځوانانو ذهني ارامتيا او ورزش ته د هغوی هڅول دي.
د اسماعيل سالار په نوم دغه پانګهوال وايي، دا لوبې چې شاوخوا دوه مياشتې به دوام وکړي؛ لومړي مقام ګټونکي لوبډلې ته د «مارک اېکس» موټر او دويم مقام ګټونکي لوبډلې ته به «الټو» موټر په انعام کې ورکړل شي.
دی وايي: «هدف مو دا دی چې په خوست کې په دې وروستيو کې د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې دي غواړو چې د خلکو فکر او ذهن د سپورټ طرف ته را واړوو، څو له ځانوژنو ډډه وکړي ولې چې ځانوژنه هم په دې دنيا او هم په هغې دنيا حرامه ده. له مشرانو مو هيله دا ده چې ځوانان سپورټ ته تشويق کړي.»
بل لور ته، په دې لوبو کې د واليبال لوبېدونکي لوبغاړي وايي چې دا ډول ورزشي پروګرامونه د ځوانانو د تفریح او يووالي په موخه خورا موثر تمامېږي.
د کوزې پښتونخوا د واليبال يوه لوبغاړي عدنان خان پژواک ته وويل چې که د ورزش په نورو برخو کې هم دا ډول ګډې لوبې برابرې شي، نو له دې سره به د ډيورنډ فرضي کرښې دواړه لورو ځوانانو ترمنځ د باور فضا ډېره شي.
هغه وويل: «موږ کښته او بره يو پښتانه يو او دې کې هيڅ هم نشته او ماشاالله ستاسې ډېر ښه لوبغاړي دي، نو که حکومت اسانتياوې ورته برابرې کړي، هغه که کرکټ دی، واليبال دی، نو انشاالله افغانستان به نور نوم هم پيدا کړي.»
په همدې حال کې د خوست يوه لوبغاړي احسانالله احسان پژواک ته وويل چې د ځوانانو د يووالي او د نشهيي توکو د مخنيوي په موخه دا ډول لوبې خورا مهمې دي.
نوموړي پر نورو پانګهوالو هم غږ وکړ چې د ځوانانو د ذهني ارامتيا په موخه د ورزش په نورو برخو کې دې ته ورته لوبې برابرې کړي.
دی زياتوي: «د افغانستان په سطحه دا ډول سيالۍ نه دې جوړې شوې؛ دا د خوست او د خوست د ولس لپاره د افتخار ځای دی چې هم د کوزې پښتونخوا او هم افغانستان د مختلفو ولايتونو لوبډلې پهکې ګډون کوي.»
بلخوا، د خوست د بدني روزنې امريت مسوولين ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولايت کې د اسيا په کچه د يو سپورټي جمنازيوم او سونا بنسټ ډبره کېښودل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP