کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۴): د چین د بهرنیو چارو وزیر نن په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد يې لېوال دی چې افغانستان د «یو کمربند یوه لار» ستره پروژه کې رسماً شامل شي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل پر خپله فېسبوکپاڼه لیکي چې د ا.ا بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره وکتل.
د هغه په خبره، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګڼو برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا خبرې وشوې.
متقي د افغانستان او چين دوه اړخيزې اړيکې مخ پر وده یاده کړې او چين يې د افغانستان ښه سوداګريز شريک بللی چې په کلني ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه يو ميليارد ډالرو ته رسېږي.
هغه څرګنده کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز حجم د پام وړ کچې ته لوړ شي.
د نوموړي په خبره، د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا په لړ کې د ترانسپورټي همکاریو، بانکي اړیکو او د سوداګرۍ بلانس برابرولو برخو کې خپل عملي وړاندیزونه هم وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپار بینالحکومتي کمېسیونونه ګډ کار وکړي.
د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست یو ځل بیا یادونه وکړه چې د افغانستان خاوره به هيڅکله د ګاونډیو پر وړاندې ونه کارول شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وایي چې د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير هم د دواړو هېوادونو اړيکې مخ پر وده او په ګڼو برخو کې يې د همکاريو پراختيا د پام وړ وبلله.
وانګ یي ویلي چې د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې کار کوي څو چین ته د افغانستان صادرات لا زيات کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزير زياته کړې چې هېواد يې لېوال دی چې افغانستان د یو کمربند یوه لار ستره پروژه کې رسماً ورګډ شي.
هغه دغه راز ویلي چې د کانونو د شونتياوو څېړنې او استخراج برخو کې به د افغانستان له ادارو سره همکارۍ لا زياتې کړي.
د چين بهرنيو چارو وزير زیاته کړه چې هېواد یې غواړي په روان کال کې د کانونو د استخراج عملي چارې پيل کړي.
وانګ يي ژمنه کړې چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او کوښښ به کوي چې د زراعتي محصولاتو او نورو افغاني وارداتو په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP