کندهار (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۴): په کندهار کې د روغتیايي علومو د یوه خصوصي انسټیټیوټ له بېلابېلو څانګو سلګونه کسان فارغ شول.
له دې مخکې په سوېلي زون کې د رواني ناروغیو د مشورې او درملنې لپاره لازم مسلکي کسان نه وو، خو اوس به د دې برخې فارغین د مشاورینو په توګه په روغتونونو، کلینیکونو او نورو روغتیايي مرکزونو کې دندې ترسره کوي.
د ډاکټر مامون طاهري انسټیټیوټ مالي او اداري مرستیال صدیقالله معصومي نن د دغو کسانو په فراغتغونډه کې وویل، دوی په اوسنۍ دوره کې ۷۱۶ محصلین په شپږو برخو کې فارغ کړي چې ۸۱ کسان د رواني روغتیا، ۴۰ د انستیزي او پاتې نور له نورو بېلابېلو څانګو فارغ شوي دي.
هغه زیاته کړه: «د رواني روغتیا او انستیزي برخې په کندهار کې له اوږدې مودې راهیسې جدي اړتیا درلوده، خلک له دې مخکې یوازې د درملو له لارې درملنه کېدل، خو د وقایوي مشورو او رواني ملاتړ برخه تشه وه. اوس به دا کسان دغه تشه تر یوه حده ډکه کړي او موږ په راتلونکي کې نور کسان هم وروزو، هیله لرو چې دوی ته په دولتي او خصوصي برخو کې مناسبې دندې پیدا شي.»
یوه فارغ شوي ځوان سیداحمد بارک وویل: «په دې سیمه کې ډېر خلک د خپګان، اندېښنو او فشارونو سره ژوند کوي، تر اوسه یوازې درمل ورکول کېدل، خو مشورې نه وې؛ موږ هڅه کوو چې خلکو ته د درملنې ترڅنګ د وقایې لارې چارې هم وښیو، څو ستونزې د درملنې نه مخکې حل شي.»
یوه بل فارغ شوي ځوان جمیلاحمد قابل هم وویل، په ټولنه کې د دې برخې مسلکي کسانو ته ډېره اړتیا وه، نو باید فارغ شوو کسانو ته مناسبې دندې ورکړل شي، څو هغوی له رواني ناروغانو سره له درملنې مخکې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه: «که هر روغتون او کلینیک رواني مشاور ولري، د خلکو ستونزې به په اسانۍ حل شي. موږ ژمن یو چې خلکو ته علمي او مسلکي مشورې ورکړو او د ټولنې د رواني روغتیا د ښه والي لپاره هڅه وکړو.»
د دغه انسټیټیوټ مشر احمدضیا حبیب له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، د رواني روغتیا برخه، په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو کې د پام وړ تشه لري او د مسلکي مشاورینو نشتوالي د خلکو ستونزې زیاتې کړې وې.
هغه زیاته کړه: «په جنوبي زون کې د رواني روغتیا برخې مسلکي کسانو ته اشده اړتیا ده او دا تازه فارغ شوي کسان به تر یوې کچې دغه اړتیا پوره کړي. موږ یوازې په کندهار ښار کې نه، بلکې په ولسوالیو کې هم ورته اړتیا لرو، له همدې کبله به د دوی لپاره د دولتي بستونو اعلانولو پروسه پیل کړو، څو دوی ټولو ته دندې برابرې شي.»
حبیب زیاته کړه چې یوازې د ۸۱ کسانو فارغېدل د رواني ناروغیو د تشې ډکولو لپاره کافي نه دي؛ ځکه د سیمې د خلکو اړتیا ډېره پراخه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP