کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۴): له کویټه کابل ته راغلي یوه پلاوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي هېوادونو ترمنځ نږدې او مثبتې اړیکې د وخت اړتیا ده چې باید پياوړتیا ته یې کار وشي او افغانان د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره ګڼ فرصتونه لري.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر د کويټ د پارلمان له پخواني غړي دوکتور دجیح خلف الشري او ورسره د خیره بنسټ له غړي جارالله او سوداګر الشیخ فهد الهنان سره وکتل.
سرچينه لیکي چې دوکتور دجیح خلف الشري ویلي، افغانستان ته یې د سفر موخه له اسلامي نړۍ او کویټ هېواد سره د اسلامي امارت د اړیکو پياوړتیا ده.
هغه زیاته کړې چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ نږدې او مثبتې اړیکې د وخت اړتیا ده، باید پياوړتیا ته یې کار وشي او افغانان د پرمختګ او اقتصادي ودې له لپاره ګڼ فرصتونه لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، مولوي عبدالکبیر په یاده ليدنه کې ویلي چې له اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې اسلامي امارت ته لومړیتوب لري.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت په افغانستان کې د مسوول نظام په توګه د هېواد د پرمختګ لپاره کار پيل کړی او هڅه کوي چې په سیمه کې د یوه اغېزناک نظام په توګه خپلو اقتصادي چارو ته دوام ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP