افغان او کویټي چارواکو د اسلامي هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې
له کویټه کابل ته راغلي یوه پلاوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي هېوادونو ترمنځ نږدې او مثبتې اړیکې د وخت اړتیا ده چې باید پياوړتیا ته یې کار وشي او افغانان د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره ګڼ فرصتونه لري.


