پاراخ (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۴): د پنجشېر والي د دغه ولایت په پریان ولسوالۍ کې په یوه لویه ولسي غونډه کې یووالی او پیوستون د نظامونو د بقا اصلي عوامل بللي او ویلي یې دي چې د هر حکومت بقا په یووالي کې ده او اسلامي امارت دا ځانګړتیا لري.
د پنجشېر ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت والي حافظ محمداغا حکیم پرون د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره پریان ولسوالۍ ته سفر کړی و او د سیمې د خلکو ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه یې له نږدې وڅېړل.
هغه په دې ولسوالۍ کې په یوه ولسي غونډه کې ټینګار کړی چې یوازې هغه نظامونه دوام کوي چې یووالی او اتفاق پکې موجود وي چې له نېکه مرغه اسلامي امارت دا ځانګړتیاوې لري.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د افغانانو د قربانیو پایله ده او ټول باید له هغو کړنو ډډه وکړي چې اسلام، اسلامي نظام او وطن ته زیان رسوي.
هغه ډاډ ورکړی چې د کاري فرصتونو برابرولو هڅې، په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره روانې دي.
د پنجشېر د علماوو شورا مشر ضیاءالحق حنفي هم اسلامي نظام د خلکو د قربانیو پایله وبلله او ویې ویل: «دا نظام له خلکو واټن نه لري، موږ باید د هغه شکر وباسو او د مسوولینو اطاعت وکړو.»
په غونډه کې د سیمې یوه قومي مشر فضلخدا مبارز د پریان ولسوالۍ د خلکو په استازیتوب خبرې وکړې او له پوهنتونونو تازه فارغ شوو ځوانانو ته یې د کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه وکړه او دغه راز یې له اسلامي امارته د پریان د خلکو ملاتړ هم اعلان کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP