پلعلم (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۴): سیمهییز مسوولین وایي چې د لوګر پوهنتون کې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د ۵۱ میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د دغو پروژو چارو د پيل مراسمو کې د لوړو زدهکړو د وزیر شیخ ندامحمد ندیم ترڅنګ د لوګر سیمهییزو مسوولینو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی و.
د لوګر پوهنتون ریيس مولوي ضیاءالاحمد صارم وویل، په یادو پروژو کې د ۱۲۰۰ متره په اوږدوالي او ۷ مترو په سور د پوهنتون د داخلي سړکونو او دغه راز د پوهنتون په انګړ کې د شنې ساحې جوړول شامل دي.
هغه زیاته کړه، دغه پروژې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې د لوړو زدهکړو وزارت د شاوخوا ۵۱ میلیون افغانیو په مالي لګښت بشپړېږي.
دغه راز، د لوګر والي قاري صلاحالدین ایوبي په دغو مراسمو کې وویل، اړتیا ده د لوړو زدهکړو وزارت د لوګر پوهنتون رغنیزې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.
بلخوا، د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم وویل، د لوګر پوهنتون په دې وروستیو کې د پام وړ لاستهراوړنې لري او دوی هڅه کوي چې په دغه پوهنتون کې د استادانو او محصلینو له غوښتونو او اړتیاوو سره سم پروژې عملي کړي.
نوموړي له استادانو او محصلینو وغوښتل چې خپل تدریس او زدهکړو ته تر بل هر وخت ډېر پام وکړي.
د وېلو ده، د لوګر پوهنتون تېره اونۍ د لوړو زدهکړو له موسسې د پوهنتون کچې ته ارتقا وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP