فېروزکوه (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۴): غور کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په تیوره او پسابند ولسوالیو کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو خبر ورکوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې لسګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیحالله غوثيزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اوبو رسولو دغه شبکې د ۱۳ میلیونه، ۸۶۵ او ۴۴۴ افغانیو په لګښت د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ او د ډاکار موسسې په تخنیکي همکارۍ له دغه ریاست سره په همغږۍ د تیورې ولسوالۍ په «دهخواجه» او د پسابند ولسوالۍ په «خشکابه» کلیو کې جوړیږي.
هغه زیاته کړه: «د دغو پروژو په جوړېدو سره به ۴۶۸ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي او دغه راز به سلګونو ځایي اوسېدونکو ته پهکې د کار زمینه برابره شي.»
د غور د تیورې او پسانبد ولسوالیو اوسېدونکي هم د یادو پروژو د تطبیق هرکلی کوي او د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست او موسسو د هڅو له امله مننه کوي.
د تیورې ولسوالۍ اوسېدونکي نوراحمد وویل: «موږ ډېر خوشحاله یو چې زموږ په سیمه کې د اوبو رسولو پروژه پیل شوې. زموږ خلک له کلونو راهیسې د پاکو اوبو له کمښت سره مخ وو؛ اوس چې موږ ته پاملرنه شوې، ډېر خوشحاله یو، هیله لرو دغه کارونه په نورو سیمو کې هم وشي.»
د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکي حبیبالله وویل: «د دې پروژې د کار له پیلېدو ډېر خوښ یو؛ ځکه مخکې مجبور وو له څاګانو او چینو اوبه راوړو، له ډېرو ستونزو سره مخ وو، اوس چې موږ ته د اوبو رسولو شبکه خوړیږي، هیلهمن یو چې ستونزې مو حل شي.»
د غور په تیوره او پسابند ولسوالیو کې د اوبو رسولو د یادو دوو شبکو جوړېدو چارې داسې مهال پیل شوې چې د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي لا هم د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP