Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې پر یوه روغتون د اسرائیلو برید کې د ۴ خبریالانو په ګډون ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د غزې په سوېل کې پر ناصر روغتون د اسرائیل هوايي برید له امله د څلورو خبریالانو په ګډون ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې راپور ورکړی چې یاد برید نن (دوشنبه) شوی دی.

سرچینې ویلي چې په یاد برید کې د څلورو خبریالانو په ګډون څوارلسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې د فلسطیني رسنیو د دفتر د بیانیې په حواله لیکلي: «پر ناصر روغتون برید کې د څلورو خبریالانو په شهیدیدو سره د رسنیو د شهیدانو شمېر ۲۴۴ تنو ته ورسېد.»

راپور کې راغلي، په وژل شوو خبریالانو کې د رویټرز ویډیو راپورټر حسام المصري، د الجزیرې ویډیو راپورټر محمد سلامه، د اسوشیټېډ پرېس او څو نورو رسنیو خبریاله مریم ابودقه او د امریکایي شبکې «اېن‌بي‌سي» خبریال شامل دي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۳ ورځې مخکې د الجزیرې پېژندل شوی خبریال انس الشریف له خپلو څلورو همکارانو سره د غزې الشفاء روغتون سره نږدې د خبریالانو پر خېمې د اسرائیل برید کې ژوند له لاسه ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.