شبرغان (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۴): جوزجان کې امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو دوو اونیو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۱ کسان نیول شوي دي.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو دوو اونیو کې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار او یو شمېر ولسوالیو کې په جلا عملیاتونو کې ۲۱ کسان د غلا، قمار او اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت کشفي او امنیتي ځواکونه تل هڅه کوي څو په ټولنیز نظم کې د هر ډول بېنظمۍ او اختلال مخه ونیسي او هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د ټولنې په نظم کې اختلال راولي.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند ټینګار وکړ چې د امنیت ټینګښت او د خلکو د ځان او مال ساتنه د اسلامي امارت د نظام له کاري لومړیتوبونو څخه دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP