Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له اسټرالیا د ایران د سفیر ایستل او په تهران کې د اسټرالیا د سفارت فعالیت ځنډېدل

کابل (پژواک ۴ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو پر بنسټ، اسټرالیا د دغه هېواد په سیدني او ملبورن ښارونو کې ایران د دوو بریدونو پر ترسره کولو تورن کړی، د ایران سفیر یې ایستلی دی او په تهران کې د اسټرالیا د سفارت چارې ځنډېدلې دي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د اسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانیز نن ایران په اسټرالیا کې تېر کال یهودي موسسو ته د اوراچونې د دوو بریدونو پر تنظیم تورن کړی او ویلي یې دي چې له ایران سره ډیپلوماتیکي اړیکې پرې کوي او خپل ډیپلوماتان به له دغه هېواده وباسي.

د اسټرالیا د اطلاعاتو رییس مایک برګس ادعا کړې چې څو میاشتنیو تحقیقاتو د دغو بریدونو او د ایران د سپاه پاسداران ترمنځ اړیکه روښانه کړې ده؛ هغه بنسټ چې اسټرالیا غواړي د ترهګرو ډلو په نوملړ کې یې شامل کړي.

اسټرالیايي رسنیو لیکلي چې د ایران سفیر او درې نور چارواکي له اسټرالیا ایستل شوي او ۷ ورځې وخت لري څو دغه هېواد پرېږدي. سرچینې زیاته کړې چې په اسټرالیا کې د ایران د سفارت فعالیت ځنډېدلی او ټول اسټرالیایي ډیپلوماتات مخکې له مخکې له ایرانه ایستل شوي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس په دې اړه لیکلي: «اسټرالیا هېواد په یوه خواشینوونکي اقدام او بې‌ځایه بهانو سره له دغه هېواده د ایران سفیر وایست.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.