Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې د جرمونو په تور درې کسان نیول شوي

قلعه‌نو (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۴): بادغیس کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د درغلۍ او نشه‌یي توکو او تاریخي اثارو د قاچاق په تور درې کسان نیول شوي دي.

د باغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دغه کسان تېره شپه د لویې لارې ساتلو کنډک کسانو په مقر ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

هغه زیاته کړه: «یاد کسان پر دې تورن دي چې د نشه‌يي توکو او تاریخي اثارو د قاچاق ترڅنګ یې خلکو ته دوکې هم ورکړې او د ګران‌بیه توکو له ترلاسه کولو او پیسو ورکولو پرته له سیمې تښتېدلي دي.»

سرچینې وویل چې د نیول شوو کسانو دوسیې چې ټول د فاریاب ولایت اوسېدونکي دي، له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.