<p style="text-align: justify;">قلعهنو (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۴): بادغیس کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د درغلۍ او نشهیي توکو او تاریخي اثارو د قاچاق په تور درې کسان نیول شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د باغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دغه کسان تېره شپه د لویې لارې ساتلو کنډک کسانو په مقر ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">هغه زیاته کړه: «یاد کسان پر دې تورن دي چې د نشهيي توکو او تاریخي اثارو د قاچاق ترڅنګ یې خلکو ته دوکې هم ورکړې او د ګرانبیه توکو له ترلاسه کولو او پیسو ورکولو پرته له سیمې تښتېدلي دي.»</p>
<p style="text-align: justify;">سرچینې وویل چې د نیول شوو کسانو دوسیې چې ټول د فاریاب ولایت اوسېدونکي دي، له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوې دي.</p>