Language

پنجشېر کې ترافیکي پېښه؛ درې کسان ټپیان شوي او د ولایت د مرکز برېښنا پرې شوې ده

پاراخ (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۳): د پنجشېر امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د برېښنا له دوو پایو سره د یوه موټر ټکر کېدو له امله درې کسان ټپیان شوي او د دغه ولایت د مرکز برېښنا پرې شوې ده.

د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند حقمل سعد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار وختي شاوخوا ۳ بجې د مرکز اړوند په استانه سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې یو موټر د تخنیکي ستونزې له امله له سړکه وتلی او د برېښنا له پایو سره لګېدلی چې درې کسان په‌کې ټپیان شوي او د برېښنا دوه پایې چپه شوې دي.

سرچینې زیاته کړه چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه ولایتي رغتون ته لېږدول شوي او د پایو د بېرته رغولو چارې به ژر د پنجشېر د برېښنا ریاست له لوري پیل شي.