Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډبلیو‌اېچ‌او: افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا لپاره مو څه باندې ۶.۳ میلیون ډالر مرسته ترلاسه کړې

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۴): د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا لپاره یې څه باندې ۶.۳ میلیون ډالره بشري مرسته ترلاسه کړې ده.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان استازولۍ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه بودجه د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني غبرګون (سي‌ای‌ار‌اېف) او د افغانستان له بشردوستانه صندوق (ای‌اېچ‌اېف) څخه ورکړل شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې له دې مرستې ۴.۹۸ میلیون ډالر له سي‌ای‌ار‌اېف صندوقه د لږ تمویل شوو بېړنیو برخو د یوې برخې په توګه ځانګړي شوي دي. په دې بودجې سره به د روغتیا نړۍوال سازمان وتوانېږي ۴۲ لومړني روغتیايي مرکزونه بېرته فعال کړي، ۱۵ د څارنې او سروی ټیمونه وګوماري او په ۱۳ ولایتونو کې ۲۴۹ بنسټیزې روغتیايي بستې ووېشي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه‌راز د اې‌اېچ‌اېف صندوق ۱.۳۹ میلیون ډالر مرسته د شپږو فرعي روغتیايي مرکزونو، د ۱۰ څارنیزو ټیمونو او په ۴ اړمنو ولایتونو کې د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ۱۳ مرکزونو د ملاتړ لپاره ځانګړي شوي دي.

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ډاکټر ادوین سنیزا سلوادور ویلي: «دغه مرستې موږ ته دا وړتیا راکوي چې د هغو مړینو چې د مخنیوي وړ وي، مخه ونیسو، د ناروغیو خپرېدو پر وړاندې خپلې وړتیاوې لوړې کړو او زیانمنو ټولنو ته، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته د اقتصادي، چاپېریالي او اجباري کډوالۍ د کړکېچونو په حالت کې خدمتونه وړاندې کړو.»

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازولۍ لیکلي چې له یادو مرستو به په مستقیم ډول څه باندې ۷۴۷ زره کسان او د ناروغیو خپرېدو د کنترول له لارې به ۲.۴ میلیون نور کسان هم په غیرمستقیم ډول برخمن شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.