Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

علمي سیمینار؛ د قران‌کریم او سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې وڅېړل شوې

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۴): نن په کابل کې په جوړ شوي علمي سیمینار کې، په ګومارنو کې د ژمنتیا او تخصص اصل په پام کې نیولو ترڅنګ، په حکومتولۍ کې پر روڼتيا، حساب‌ورکونې او مسووليت‌مننې، د اسلامي نظام د سياسي او پوځي استحکام لپاره د بنسټیزو ګامونو پر پورته کولو او د اصولو په توګه د ا.ا د فرمانونو پر منلو ټینګار وشو.

د «قران‌کریم او سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې» تر نوم لاندې دغه علمي او څېړنیز سيمينار نن د علومو اکاډمي کې ترسره شو.

په ننني سيمينار کې شپږ مقالې ولوستل شوې.

په مقالو کې راغلي وو چې بیعت، عدالت، کار د کار اهل ته سپارل، شفقت، مهرباني، صداقت، په امورو کې مشورې، مکافات او مجازات، تعهد، ژمنتیا او روڼتیا د ښې حکومتولۍ ځانګړنې دي.

د علومو اکاډمي مشر شیخ‌الحدیث مولوي فریدالدین محمود په ننني سيمينار کې وویل، تر هغه چې د اسلامي نظام په جوړښت کې شريعي اصولو ته پاملرنه ونه شي، په هيڅ ډول ښه حکومتولي نه شي ترسره کېدای، نو اړينه ده چې د ښې حکومتولۍ راوستو په موخه باید په نظام کې «غل، دوکه‌باز او نالایقه کسان نه وي.»

هغه زیاته کړه: «موږ د افغانستان جوړولو په فکر کې یو، په اسلامي منهج باندې، په رښتیني اسلامي منهج باندې؛ موږ د کفارو د خوشاله کولو لپاره باید د الله ‌تعالی یو حکم هم تر پښو لاندې نه کړو، که هر څه راپېښېږي.»

د بهرنيو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمدنعيم په نننۍ ناسته کې وویل، دا چې افغانستان تېر څلوېښت کاله په جنګ کې تېر کړي او ډېر څه یې له لاسه ورکړي، نو اړينه ده چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د ښې حکومتولۍ ترسره کولو په موخه ورته سيمينارونه لا ډېر کړای شي.

هغه زیاته کړه: «موږ که تېرو نظامونو ته وګورو، ټول له غربه راوړل شوي او پر موږ تپل شوي وو، هغه و چې ولس یې پر وړاندې ودرېد او د یو شرعي نظام قايمېدو لپاره یې ستره قرباني ورکړه.»

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مرستیال شیخ نورمحمد وویل چې د اسلامي نظام په ټینګښت او بقا کې د نورو اصولو ترڅنګ اطاعت او بیعت ستر رول لري او اړینه ده چې د اسلامي امارت ټول اوامر او فرامين په ښه ډول پلي شي.

هغه د ژوندیو موجوداتو انځورونو او ويډيوګانو پر نه اخيستو ټينګار وکړ ويې ویل: «په خپلو اداراتو کې، په خپلو مسوولیتونو کې باید د تصوير او ويډيو او د عکس مخنیوی وکړو، یو خو هغه شرعي مسئله ده او بل په‌کې اوس د امیر حکم راغلی؛ د امیر له حکم سره یې اوس منل پر موږ واجب دي.»

دی زیاتوي، که له دې وروسته څوک عکسونه او ويډيوګانې اخلي، نو په ګناه کې راځي.

د سيمينار په پای کې پرېکړه‌لیک ولوستل شو.

په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې د قران‌کریم او سنتو په رڼا کې دې د ښې حکومتولۍ برخه کې لا ډېرې علمې څېړنې ترسره او مقالې دې چاپ شي، د اسلامي امارت چارواکي دې د ملکي او نظامي افرادو په ګومارنه کې د ژمنتیا او تخصص اصل په پام کې ونيسي، کار دې اهل کار ته وسپاري، روڼتيا، حساب‌ورکونې او مسووليت‌مننې (مسوولیت‌پذیري) ته دې ډېر پاملرنه وکړي.

په پرېکړه‌لیک کې زیاته شوې، ټول دې په اسلامي نظام کې عقيدې او نبوي (ص) ارشاداتو ته په پام، په پوره عدالت سره د خلکو چارې پر مخ يوسي، د اسلامي نظام د سياسي او پوځي استحکام لپاره دې بنسټیز ګامونه پورته شي، دفاعي او امنيتي چارواکي دې د ټولو ګواښونو د دفعې په موخه پوره چمتووالي ولري.

په پرېکړه‌لیک کې دغه راز راغلي، د ښې حکومتولۍ په موخه دې ټولو کارکوونکو ته علمي او روزنیزو سيمينارنه او ورکشاپونه جوړ شي، د اسلامي امارت چارواکي دې د اسلامي تمدن د وارثينو په توګه علمي، فرهنګي، سياسي، اقتصادي پراختیا، خدمت، توليدي کارخونو جوړولو او له پوه کسانو ګټه‌اخيستنه په خپلو لومړيتوبونو کې راولي، ټول کارکوونکي دې د قانون پلي کول، «سمع او اطاعت»، امانتدارۍ او د اسلامي امارت د فرمانونو پلي کېدل د اصولو په توګه ومني او له هر ډول خپل‌سرۍ او نفس‌غوښتنې دې ځان وساتي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.