چاریکار (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۴): د پروان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د «هوفیان شریف» په نوم سیمه کې د غیرقانوني کیندنو او تاریخي اثارو ترلاسه کولو په موخه د پټې هڅې په تړاو پنځه کسان نیول شوي دي.
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضلالرحیم مسکینیار پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کسان نن (چهارشنبه، د وږي ۵مه) نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه: «یادو کسانو په یوه کور کې دننه په پټه غوښتل د ۱۵ متره په اوږدوالي او د نږدې ۱۰۰ مترو په سور د یوې زېرزمینۍ په کیندلو سره تاریخي اثار راوباسي چې د امنیتي ځواکونو له لوري بند شوي دي.»
هغه نه دي ویلي چې یاد تاریخي اثار څه وو، خو زیاته کړې یې ده چې «هوفیان شریف» سیمه څه باندې درې زره کاله تاریخي مخینه لري او د یونانیانو دورې ته ورګرځي.
مسکینیار څرګنده کړې چې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او دوسیې به یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP