Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر والي: خبریالان دې د ولس ستونزو ته په بې‌طرفانه ډول پوښښ ورکړي

پل‌علم (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۴): د لوګر والي د دغه ولایت د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په ګډه غونډه کې ویلي چې اسلامي امارت د هېواد په کچه د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی او خبریالان باید د پېښو پر مهال حقیقت پټ نه ‌کړي او د ولس ستونزو ته دې په بې‌طرفه ډول پوښښ ورکړي.

د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي وایي، رسنۍ د ملت ژبه، سترګې او غوږونه دي او اسلامي امارت هڅه کوي چې د لوګر په ګډون د ټول هېواد په کچه د دولتي رسنیو ترڅنګ ازادو رسنیو ته هم د فعالیت داسې زمینه برابره کړي چې اسلامي، ملي او فرهنګي ګټې په‌کې خوندي وي.

هغه له خبریالانو غوښتي چې د پېښو پر مهال حقیقت پټ نه کړي او د ولس ستونزو ته په بې‌طرفه توګه پوښښ ورکړي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس مولوي فیض‌الله جوهري هم وویل، دغه ولایت د هیواد په کچه د ا.ا له راتګ سره سم د رسنیو او خبریالانو د فعالیت برخه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لري او دوی هڅه کوي د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې ټولې ستونزې هوارې کړي.

د لوګر ولایت د رسنیو او خبریالانو په استازولۍ د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې غړي خان‌ولي احمدزي وویل، که څه هم په تېرو څو کلونو کې په لوګر کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کومه پېښه نه ده ثبت شوې، خو اړتیا ده چې ولایت مقام او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رسنیو او خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي، همغږۍ او ظرفیت‌لوړونې برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

بلخوا، په لوګر کې د یوې خصوصي راډيو مسوول نورالله ستانکزي وویل، په دغه ولایت کې سیمه‌ییزو رسنیو د پخوا په پرتله د پام وړ پرمختګ کړی، خو لا هم دغلته رسنۍ او خبریالان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د معلوماتو له مخې، لوګرکې اوس د یوې دولتي رسنۍ په ګډون ۷ راډیوګانې، یوه چاپي او یوه انلاین رسنۍ فعالې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.