کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۴): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې په ايران کې دې له مېشتو افغان کډوالو سره د اسلامي او نړۍوالو اصولو په چوکاټ کې چلند وشي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د ایران له سفیر عليرضا بیګدلي سره په لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر اقتصادي اړیکو، متقابل باور، سیمهییزو مسایلو او د نېکو اړیکو پر اساس د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په اړه بحث او خبرې اترې کړې دي.
نوري دغهراز د افغانستان او ایران ترمنځ دوستانه اړیکې تاریخي بللې او له مقابل اړخ یې غوښتي چې د متقابل باور پر اساس دې له یو بل سره همکارۍ ته دوام ورکړل شي.
نوموړي په هېواد کې د تېرو ۴۰ کلونو جګړې او ناامنيو له امله د ایران په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته د افغانانو کډوالۍ ته په اشاره د ایران له سفیره وغوښتل چې په ایران له مېشتو افغانانو سره دې د اسلامي او نړۍوالو اصولو مطابق چلند وکړي.
د ایران سفیر په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي مهمه وبلله او له افغانستان سره یې د دوامدارې همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې دولت یې ټولو ګاونډیانو، په ځانګړې توګه افغانستان ته درناوی لري او هڅه کوي له دغه هېواد سره خپلې سیاسي، اقتصادي او دوستانه اړیکې پراخې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP