Language

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن شپه له پاکستان سره لوبېږي

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزو ۲۰اوریزو سیالیو په لړ کې نن شپه خپله لومړنۍ لوبه د پاکستان له کرکټ ملي لوبډلې سره ترسره کوي.

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې به دغه لوبه په متحده عربي اماراتو کې د کابل پر وخت د شپې ۷:۳۰ دقیقې ترسره کړي.

د یادونې ده چې یادې سیالۍ د افغانستان، پاکستان او عربي متحده اماراتو په ګډون له نن شپې څخه په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیلېږي او د وږي تر ۱۶مې به دوام ولري.

د هېواد د کرکټ ملي‌ لوبغاړي به له پاکستان وروسته د متحده عربي اماراتو له کرکټ ملي لوبډلې سره لوبه ترسره کړي.