Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

برېټانیې، فرانسې او المان د ایران پر وړاندې د «ماشې میکانېزم» فعالولو پروسه پیل کړه

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، برېټانیې، فرانسې او المان د ایران پر وړاندې د نړۍ‌والو بندیزونو د بېرته نافذېدو په موخه د «ماشې میکانېزم» فعالولو پروسه پیل کړې؛ بلخوا، تهران دغه اقدام غندلی او هغه یې «غیرقانوني» بللی دی.

د «ماشې میکانېزم» د ایران د اټومې هوکړې (برجام) په چوکاټ کې یو داسې میکانېزم دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته دا اجازه ورکوي چې د ایران له لوري د ژمنو د نقض پرمهال، له رایې‌اچونې پرته پر دغه هېواد د امنیت شورا مخکیني بندیزونه بېرته ولګوي.

د بي‌‌بي‌سي د را پور له مخې، برېټانیې، فرانسې او المان چې د ایران د اټومي هوکړې (برجام) له لاسلیکوونکو څخه دي، تېره ورځ یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د یوه لیک په استولو سره د «ماشې مېکانیزم» د فعالولو پروسه پیل کړې ده.

دغو هېوادونو د ایران د اټومي قضیې تاریخي بهیر ته اشاره کړې او د څو بېلګو او مواردو په راوړلو سره یې تهران «د برجام په ښکاره او قصدي نقض» تورن کړی دی.

د راپور له مخې، په دغو مواردو کې د یورانیمو د غني کول، سانتریفیوژونه او د ایران د اټومي فعالیتونو د څار لپاره د نړۍوالې اټومي انرژۍ ادارې د لاسرسي محدودول شامل دي.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د برېټانیا، فرانسې او المان دغه اقدام د «د لغوه شوو پرېکړه‌لیکونو د بېرته نافذولو لپاره یوه ناقانونه او بې‌دلیله هڅه» بللې او دغه درې هېوادونه یې د «پېښو په ناسم ښودلو» تورن کړي دي

په دغه اعلامیه کې راغلي: «د موضوع د سوابقو اړوند له ټولو حقوقي او سیاسي بحثونو پرته، له یاد میکانېزم ناوړه ګټه اخیسته په داسې حال کې چې د ایران اټومي تاسیسات د برجام د یوه پخواني غړي د غیرقانوني برید له امله سخت زیانمن شوي، د بد نیت څرګنده نښه ده.»

دغه وزارت څرګنده کړې ده چې «د دغو درېیو اروپايي هېوادونو پرېکړه به د ایران او نړۍ‌وال اژانس ترمنځ د روانو تعاملاتو او همکاریو بهیر په جدي ډول کمزوری کړي.»

د یادونې ده، دغه درې هېوادونه وروسته له هغه د ماشې میکانېزم د فعالولو اقدام کوي چې د راپورونو له مخې، دوې ورځي مخکې یې په جینوا کې له ایران سره ناسته بې‌پایلې پای ته ورسېده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.