کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۴): تېره اونۍ، پر خوست او ننګرهار د پاکستان د ډرون بریدونو په تړاو په کابل کې د پاکستان سفیر احضار شو، اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو سره لس میلیونه یورو مرسته اعلان کړه او ډبلیواېچاو وویل چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو لپاره یې ۶.۳ میلیون ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- پر خوست او ننګرهار د پاکستان ډرون بریدونه؛ په کابل کې د پاکستان سفیر احضار شو.
- د پاکستان ډرون بریدونه؛ ملي دفاع وزارت: دغه ډول بېمسوولیته کړنې به خپل عواقب ولري
- نوري: ایران کې دې له مېشتو افغانانو سره د اسلامي او نړۍوالو اصولو په چوکاټ کې چلند وشي
- ملګرو ملتونو له ایران او پاکستان څخه د راستنو شوو افغان کډوالو د بېړني ملاتړ غوښتنه وکړه.
- اروپايي ټولنه له افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کوي.
- ډبلیواېچاو افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو لپاره څه باندې ۶.۳ میلیون ډالره مرسته ترلاسه کړه.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله څلور کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان وو.
د راپورونو له مخې، د ننګرهار په شینوارو او د خوست په سپېره ولسوالیو کې پاکستان د ډرون بریدونه وکړل چې له امله یې درېیو ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه نور ټپیان شول.
دغه راز ځايي چارواکو ویلي چې میدانوردګو او بادغیس ولایتونو کې د زړو مرمیو چادونو له امله یو کس مړ او اووه نور ټپيان شوي وو.

وړمه اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله ۱۶ کسان وژل شوي وو او یو ټپي و.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
پر خوست او ننګرهار د پاکستان بریدونو ته غبرګونونه:
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغو بريدونو ته په غبرګون کې د پاکستان سفیر احضار او د احتجاجليک د ورسپارلو ترڅنګ یې ورته ویلي چې «دغه ډول بېمسوولیته کړنې تر شا حتما عواقب لري.»
بهرنیو چارو وزارت، د پاکستان له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وګړو بمباري په کلکو ټکو غندلې او دا یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا څرګند نقض او پاروونکی عمل بللی دی.
دغه راز، د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم دغه بریدونه غندلي او په غبرګون کې ویلی چې «دغه ډول بېمسوولیته کړنې به خپل عواقب ولري.»
دفاع ورازت زیاته کړې: «دغه ډول ظالمانه او وحشیانه اقدامات د هیچا په ګټه نه دي، بلکې د دوو مسلمانو ملتونو ترمنځ د فاصلې او دواړو لورو ترمنځ د نفرت زیاتېدو لامل کېږي.»
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه بریدونه غندلي او هغه یې د افغانستان د حاکمیت نقض، د نړۍوالو موازینو او ګاونډيتوب خلاف عمل بللی دی.
بلخوا، د پښتونژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دغو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، د ماشومانو وژل د «ترهګرۍ ضد عمليات نه، بلکې د ترهګرۍ تر ټولو ناوړه بڼه ده.»
دغه راز، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دغه بریدونه غندلي دي.
افغان کډوال
چارواکو ویلي چې تېره اونۍ له پاکستان او ایرانه څه باندې ۵۱ زره افغان کډوال راستانه شوي چې ډېر یې له ایرانه دي.
تېره اونۍ، د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیګدلي سره په لیدنه کې ویلي وو چې په ايران کې دې له مېشتو افغان کډوالو سره د اسلامي او نړۍوالو اصولو په چوکاټ کې چلند وشي.
په لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر اقتصادي اړیکو، متقابل باور، سیمهییزو مسایلو او د نېکو اړیکو پر اساس د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په اړه بحث او خبرې شوې وې.
د راپورونو له مخې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري ویلي، په روان میلادي کال کې له پاکستان او ایران څخه دوه عشاریه درې میلیونه افغانان خپل هېواد ستانه شوي او بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.
د راپورونو پر بنسټ، له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې اوسمهال په دغه هېواد کې څه باندې شپږ میلیونه افغانان اوسېږي او پرېکړه یې کړې چې د روان کال تر پایه به یې له ډلې دوه میلیونه کسان وباسي.
مرستې
تېره اونۍ، بیا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، اروپايي ټولنه د افغان ماشومانو د ملاتړ، په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو راستنېږي، لس میلیون یورو مرسته کوي.
دغه راز، تېره اونۍ، د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان وکړ چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا لپاره یې څه باندې شپږ عشاریه درې میلیونه ډالر بشري مرسته ترلاسه کړې ده.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان استازولۍ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دغه بودجه د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني غبرګون (سيایاراېف) او د افغانستان له بشردوستانه صندوق (ایاېچاېف) څخه ورکړل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP