Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د ورښتونو له امله خلکو ته تلفات او ډېر مالي زیانونه اوښتي

ننګرهار (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۴): ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله پنځه کسان مړه او دوه نور ژوبل شوي؛ دغه راز ګڼ شمېر کورونه، زرګونه جريب کرنيزې ځمکې، لارې او استنادي دېوالونه تخریب او زيانمن شوي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د دغه ولایت د سپين‌غر ولسوالۍ په بټن سيمه کې د سختو ورښتونو له امله د دادالله په نوم د يوه کس  د کور يوه خونه ړنګه شوې چې له امله يې د نوموړي دوو لوڼو ژوند له لاسه ورکړی او د کورنۍ دوه نور غړي يې ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، امنيتي مسوولين د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي او ټپیان يې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدولي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د روداتو ولسوالۍ په بړو سيمه کې د يوه ډاکټر په ګډون دوه کسان سېل وړي او مړه شوي دي.

ورته مهال، د چپرهار په لونګ‌پور کلي کې هم يو سپين‌ږيری سېلاب وړی او مړ شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په چپرهار، پچيراګام، شينوارو، بټي‌کوټ، نازيانو او يو شمېر نورو ولسواليو کې هم د ورښتونو له امله ګڼ شمېر کورونه، زرګونه جريب کرنيزې ځمکې، استنادي دېوالونه، لارې او نورې ټولګټې پروژې زيانمن شوي دي.

د ننګرهار د اوبو او انرژۍ رييس سيد فضل‌احد هاشمي وايي چې دوی روداتو ولسوالۍ ته رسېدلي او هلته يې د دې ادارې اړوند يو شمېر تخريب شوې پروژې له نږدې لیدلې دي.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی پر يادو پېښو خواشيني ښودلې او اړوند ادارو ته يې سپارښتنه کړې څو پېښو ته پر وخت رسېدنه وکړي او زيانمنو شوو کورنيو ته اړينې مرستې برابرې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.