کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د اوړو، غوړیو، بورې او سروزرو بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۳۸۰ څخه ۱۴۰۰ افغانیو، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۴۰۰ څخه ۲۴۵۰ افغانیو، د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۵۵۰ څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د هغه په وینا، کابل ښار کې د دغو توکو د بیو لوړېدو لامل د هغو د وارداتو کموالی دی.
خو هغه وايي چې نن هم لکه تېره شنبې د ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام تور افریقایي چای بیه ۳۸۰ افغانۍ او د یو کیلو شین اندونیزیایي چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچونپلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سروزرو بیې
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۵۹۵۰ افغانیو۶۱۵۰ ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۸۰۰ څخه ۴۹۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سروزرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سروزرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.
نفتي توکي
کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن په کابل کې د تېرو اوو ورځو په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۷۰ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه ۶۷ افغانۍ ده.
دغهراز، د کابل ښار په دهنباغ کې یو هټۍوال محمدجان امین وايي چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د یو کیلو اوبلن ګاز بیه ۴۸ افغانۍ ده.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر پېر بیه ۶۸ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روان کال د زمري په ۲۵مه هم د یوه ډالر د اخیستو بیه ۶۸ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانۍ تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP