Language

سمنګان کې یو کوډګر نیول شوی او یوه ښځه له کورني بنده ازاده شوې ده

ایبک (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۴): سمنګان کې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست وايي چې په دوو جلا عملیاتو کې یې د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې د سحر او جادو په تور یو کس نیولی او د دره صوف پايين ولسوالۍ کې یې یوه ښځه له کورني بنده ژغورلې ده.

د سمنګان د امر بالمعروف ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت د خلم ولسوالۍ محتسبینو د سحر او جادو په تور یو کس نیولی دی.

سرچینې زیاته کړې: «په خلم ولسوالۍ کې یوه کس د سحر او جادو له ځانګړو وسایلو په استفادې په پټه او ځیني وخت په ښکاره دغه ناروا عمل ترسره کاوه او په دروغو ژمنو یې د خلکو د  ستونزو د حل ادعا کوله او له هغوی یې ډېرې پیسې اخیستې.»

په خبرپاڼه کې دغه‌راز راغلي چې یاد کس نیول شوی او عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوی دی.

یاد ریاست دغه‌راز ویلي چې د دغه ولایت په دره صوف پایين ولسوالۍ کې یوه مېرمن له کورني بنده ژغورل شوې ده.

سرچینې څرګنده کړې: «یوه مظلومه ښځه له ډېر وخت راهیسې د خپلو وروڼو له لوري په کورني بند کې اوسېده او په بې‌رحمانه او غیرانساني ډول په زولنو او ځنځیرونو په یوه کور کې ساتل کېده.»

هغه کس چې دغه کار یې کړی او ویل کېږي چې د یادې ښځې ورور دی، نیول شوی او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوی دی.

Related Topics