شبرغان (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۴): جوزجان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار د لومړۍ حوزې مربوطاتو کې یو کس د شرابو د تولید او په اقچه ولسوالۍ کې دوه کسان د وسلهوالو غلاوو په تور نیول شوي دي.
د شبرغان ښار د پولیسو د دویمې امنیتي حوزې امر ملا رازمحمد حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار د لومړۍ حوزې مربوطاتو کې د شرابو د تولید یو مرکز کشف او له منځه یووړل شو.
د هغه په خبره، د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او د ۴۲ لېتره په اندازه خالص شراب هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د یوه بل خبر له مخې، د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې دوه کسان د وسلهوالو غلاوو په تور نیول شوي دي.
د اقچې ولسوالۍ امنبه قوماندان مولوي کفایتالله صداقت وویل: «امنیتي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر ترڅ کې دوه وسلهوال غله نیولي دي.»
د هغه په خبره، له دغو کسانو یو میل کمري وسله، دوه چاقوګان او ۱۸ زره او ۲۵۰ افغانۍ هم ترلاسه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP