کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): چارواکي وایي چې په کونړ ولایت کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۲۰۰ کسان مړه او له دوو زرو ډېر ټپيان شوي او ننګرهار او لغمان کې هم شاوخوا ۳۳۰ کسان ټپیان شوي دي.
دغه زلزله تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه او د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.
باختر دولتي اژانس لیکلي چې د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د ودیر، شوماش، مسود او اریت کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
سرچينې لیکلي چې په دې پېښه کې ۲۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له دوو زرو ډېر ټپیان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي، لومړني معلومات ښیي چې یوازې په لغمان او ننګرهار کې تر ۳۳۰ کسان ټپيان شوي چې نږدې ۸۰ یې په لغمان او ۲۵۰ په ننګرهار کې دي.
هغه لیکلي چې د مړو شویو کسانو شمېر لا څرګند نه دی.
دغه راز، د ننګرهار ولایت مقام ویلي چې د دغه ولایت په درهنور ولسوالۍ کې هم د زلزلې له امله نهو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، د تېرې شپې زلزلې له امله د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې درې کلي په بشپړ ډول ړنګ شوي او د شولت، اریت، ماماګل، ودیر او نور کلي ډېر زیانمن شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم ویلي، له ټولو شته امکاناتو به د خلکو د ژغورنې لپاره کار واخیستل شي.
د ۱۴۰۳ کال تلې میاشت کې هرات ولایت کې هم د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې درنه مرګژوبله او زیانونه اړولي و.
هغه مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مخکې ویلي و چې د یادې زلزلې له امله څه باندې دوه زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه، او ډېر زیانونه د هرات ولایت په زندهجان او غوریان ولسوالیو کې اوښتې و.
د سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغه زلزله کې ۱۳۲۰ کورونه ویجاړ شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP