کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وایي چې په کونړ او ننګرهار کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۶۲۲ کسان مړه، ۱۵۵۵ نور ټپيان او ډېر شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.
دغه زلزله چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پژواک خبري اژانس ته وویل، د وروستيو معلوماتو له مخې، په کونړ کې ٦۱۰ کسان مړه او ۱۳۰۰ نور ټپیان شوي او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
هغه دغه راز وایي چې په ننګرهار ولايت کې ۱۲ کسان مړه او ۲۵۵ نور ټپيان شوي او په لسګونه کورونه هم تخريب شوي دي.
قانع وویل، د کورنیو چارو وزیر خليفه سراجالدين حقاني د اړوندو ولایتونو والیانو، امنیه قوماندانانو او امنیتي او خدماتي ځواکونو ته هدایت کړی چې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره ژر د پېښو سیمو ته ځانونه ورسوي.
باختر دولتي اژانس لیکلي چې د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د ودیر، شوماش، مسود او اریت کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي، لومړني معلومات ښیي چې یوازې په لغمان او ننګرهار کې تر ۳۳۰ کسان ټپيان شوي چې نږدې ۸۰ یې په لغمان او ۲۵۰ په ننګرهار کې دي.
هغه لیکلي چې په دغو ولایتونو کې د مړه شوو کسانو شمېر لا څرګند نه دی.
دی وايي، د تېرې شپې زلزلې له امله د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې درې کلي په بشپړ ډول ړنګ شوي او د شولت، اریت، ماماګل، ودیر او نور کلي ډېر زیانمن شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم ویلي، له ټولو شته امکاناتو به د خلکو د ژغورنې لپاره کار واخیستل شي.
د یادونې ده، د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې هرات کې هم د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې درنه مرګژوبله او زیانونه اړولي وو.
هغه مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو چې د یادې زلزلې له امله څه باندې دوه زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او ډېر زیانونه د هرات په زندهجان او غوریان ولسوالیو کې رسېدلي وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې ۱۳۲۰ کورونه هم ویجاړ شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP