Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ختیځ کې مرګونې زلزله؛ د یو شمېر هېوادونو غمرازي او د مرستو ژمنې

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۴): د اسلامي همکاریو سازمان، کاناډا او سویس د افغانستان په ختیځ کې د وړمې شپې پر مرګونې زلزلې د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ د مرستو ژمنه کړې او د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي، اوزبېکستان او د چک جمهوریت هم د غمرازۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

دغه زلزله چې وړمه شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.

د اسلامي امارت ویاند تېره ورځ وویل چې د دې زلزلې له امله تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۱۲ ته او د ټپیانو څه باندې ۲۸۰۰ ته رسېدلی. د ټپیانو د لېږد او زیانمن شوو ته د مرستې رسولو لړۍ اوس هم روانه ده.

د اسلامي همکاریو سازمان (اوای‌سي) سرمنشي حسین ابراهیم طه په یادو ولایتونو کې له زیانمنو کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو ویلي، دغه سازمان چمتو دی په دې سختو شېبو کې له زیانمنو سره مرستې وکړي.

هغه په افغانستان کې د «اوای‌سي» دفتر ته لارښوونه کړې چې له اړوندو چارواکو سره د اړتیاوو ارزونې برخه کې همغږي او د بشري مرستو له ادارو او شریکانو سره نږدې کار وکړي څو زیانمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي محمد بن عبدالکریم العیسی پر خپله اېکس‌پاڼه، د افغانستان په ختیځ کې د زورورې زلزلې په پایله کې د ګڼ شمېر کسانو پر مرګ‌ژوبلې خواشیني څرګنده کړې ده.

د کاناډ لومړي وزیر مارک کارني پر خپله اېکس‌پانه د افغاستان ختیځ کې له زلزلې وروسته وضعیت وحشتناک یاد کړی او ویلي یې دي، کاناډا چمتو ده چې د خپلو همکارو ادارو له لارې بشري مرستې وکړي.

دغه راز، د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف هم د افغانستان د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده او ټپیانو ته یې د روغتیا غوښتنه کړې ده.

د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت هم له زلزله‌ځپلو سره غمرازي ښودلې ده. یاد وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «موږ خپله ژوره خواخوږي له ټولو هغو کسانو سره څرګندوو چې د افغانستان د کونړ او ننګرهار په ولایتونو کې د ویجاړوونکي زلزلې له امله اغېزمن شوي دي؛ چک جمهوریت د افغانستان له خلکو سره خپل یووالی څرګندوي.»

د سویس د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان په ختيځ کې د زلزلو له امله له زیانمن شوو سره خواخوږي کوي. دغه وزارت وايي چې په کابل کې د خپل بشري دفتر له لارې له زیانمنو کورنیو سره مرستې کوي.

له دې مخکې د امریکا متحده ایالتونو، برېتانیا، روسیې، مصر، متحده عربي اماراتو، بنګله‌دېش، قطر، سوریې، سعودي‌عربستان، جاپان، ترکیې، هند، پاکستان او ایران هم د دې مرګونې زلزلې له زیانمن شوو سره خواخوږي څرګنده کړې وه. ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې هم د خواشینۍ د څرګندولو ترڅنګ ویلي وو چې د دوی ټیمونه د بېړنیو مرستو لپاره سیمې ته استول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.