Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امر بالمعروف وزارت لېونیان ټولوي او د درملنې او پالنې لپاره یې سرې میاشتې ته سپاري

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۴): د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، په ټول هېواد کې معذور (نارینه او ښځینه لېونیان) وګړي راټولوي او د درملنې او پالنې په موخه یې سرې میاشتې ته سپاري.

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، د ټولنې د معذورو (لېونیان، نارینه وي که ښځینه) وګړو د ساتنې او د هغوی د درملنې له لارې د یوې سالمې او ارامې ټولنې رامنځته کولو په موخه دغه وزارت ته دنده سپارل شوې، څو په ټول هېواد کې که هر ځای لېوني وګړي (نارینه او یا ښځینه) پیدا شي، هغوی راټول کړي او د درملنې او پالنې په موخه یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاستونو ته وسپاري.

یاد وزارت له خلکو غوښتي چې په پلازمېنه کې د حوزو د امریتونو، ولایتونو کې د امر بالمعروف ریاستونو، او ولسوالیو کې د محتسبینو له امریتونو سره په دې اړه معلومات شریک کړي.

یاد وزارت لیکلي چې خلک دغه‌راز کولای شي په دې اړه له ۱۹۱ وړیا شمېرې سره هم اړیکه ونیسي.

په خبرپاڼه کې راغلي، امر بالمعروف وزارت ټولو محتسبینو ته لازمې لارښوونې کړې چې د دغو ناروغانو په ساتنه کې د شرافت، انسانیت او اسلامي اصولو ته پام وکړي او له هر ډول ناغېړۍ او غفلته ډډه وکړي.

سرچينې زیاته کړې، دغه راز د سرې میاشتې اړوند ټول ریاستونه مکلف شوي چې د دغو ناروغانو په درملنه، بستر او پاملرنه کې جدي هڅې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.