Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کوېټه کې چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې ده

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۴): د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د بلوچستان په کوېټه ښار کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي، خو ځینو سرچینو د وژل شوو شمېر ۱۳ ښودلی دی.

ډان ویلي چې دغه برید تېره شپه شوی دی.

د بلوچستان د روغتیا ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه چادونه د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مینګل) د هغې ناستې په پای کې شوې چې د دغه ګوند د بنسټ اېښودونکي عطاالله مینګل د مړینې د کالیزې په مناسبت جوړه شوې وه.

سرچینې ویلي چې په دې چاودنه کې د پنځو کسانو وژل کېدل او د ۲۹ کسانو ټپي کېدل ثبت شوي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ډان د راپور له مخې، د یاد ګوند سرپرست مشر وکیل ساجد ترین په روغتون کې خبریالانو ته ویلي چې د دغه ګوند ۱۳ کارکوونکي په دې چاودنه کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې برید د ګوند د بنسټګر عطاالله مینګل د مړینې د کالیزې له غونډې وروسته، د موټرو په تم‌ځای کې شوی دی.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي دغه برید غندلی او ویلي یې دي: «بد نیت لرونکي عناصر د بې ګناه وګړو وینه تویوي خو د ترهګرو ناوړه ارادې به په هر قیمت ناکامې کړو.»

تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخستی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.