کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۴): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د دې ادارې یو پنځهکسیز پلاوی د افغان کډوالو د هویت د تثبیت اړوندو ستونزو د حل په موخه ایران ته سفر کړی دی.
یادې ادارې نن (پنجشنبه، د وږي ۱۳مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت اړوندو ستونزو د حل په موخه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال د ثبت مرستیال مولوي محمدنبي نصرت په مشرۍ پنځهکسیز پلاوي یاد هېواد ته سفر وکړ.
سرچینې لیکلي چې یاد پلاوی به په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت بهیر د ښه تنظیم لارې چارې و ارزوي او هلته به د موظفو ټیمونو کاري اړتیاوې پوره کړي، څو د افغان کډوالو هویتي ستونزې ژر حل شي.
په راپور کې د یادې ادارې د مرستیال له قوله راغلي چې افغان کډوالو ته د اسانتیا په موخه د هویت د ثبیت او د نفوسو د احوال د ثبت اړوندو خدمتونو وړاندې کول د دې ادارې له لومړیتوبونو دي او د افغان کډوالو د هویتي ستونزو د حل په موخه به هر اړخيزې هڅې ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP