کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې ختیځو ولایتونو کې د زلزلې له امله د مرګژوبلې شمېر لوړ شوی خو ځینو غیرمسوولو کسانو دغه شمېر ډېر لوړ ښودلی چې حقیقت نه لري.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پرون چهارشنبه تر ناوخته د سيمې په ويجاړو شويو کورونو کي د پلټنې او ژغورنې عملياتو په دوام د شهيدانو د جسدونو په راايستلو سره د پېښې د قربانیانو شمېر زيات شوی.
هغه لیکلي چې تر دې دمه د مرګژوبلې کره شمېرې نشته، له کره کېدو وروسته به اعلان شي.
فطرت زیاته کړې چې د ځينو غيرمسوولو کسانو له خوا د تلفاتو ډير لوړ ارقام شريک شوي چي حقيقت نه لري.
ده تېره ورځ ویلي و چې د کونړ په زلزله کې تر هغه مهاله د شهیدانو شمېر ۱۴۵۷، د ټپیانو ۳۳۹۴ او د ویجاړشوو کورونو شمېر ۶۷۸۲ ثبت شوی دی.
خو له تېرې شپې راهیسې په ټولنیزو پاڼو کې یوه وېډیو لاس په لاس کېږي چې یو کس دغه شمېرې څو برابره لوړې ښودلې دي.
دغه زلزله چې د دوشبنې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده. زلزلې ډېر زیان په کونړ کې اړولی خو په ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان کې یې هم زیانونه اړولي دي.
ترټولو ډېره مرګژوبله په کونړ کې اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP