Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د قطر د بشري مرستو څلور الوتکې کابل ته راورسېدې

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۴): د قطر د بشري مرستو څلور الوتکې کابل ته رارسېدلې او د افغانستان په ختیځ کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره یې دوه ګرځنده روغتونونه، درمل، خوراکي او د سرپناه اړين توکي راوړي دي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرستې د قطر د پرمختیا صندوق له لوري برابرې شوې چې د دوو ګرځنده روغتونونو ترڅنګ په‌کې خوراکي توکي، درمل او د سرپناه اړين توکي شامل دي.

سرچینه لیکي چې له دغو مرستو به شاوخوا ۱۱ زره زلزله‌ځپلي برخمن شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې په نړۍوالو چارو کې د قطر د دولت د وزیرې مریم بنت علي المسند په مشرۍ او د ژغورنې نړۍوال ټیم په ملتیا افغانستان ته رارسېدلې دي.

د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ريښتر په کچه ٦ درجې زلزلې د افغانستان کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې زیانونه واړول.

زلزلې ډېر زیان په کونړ کې اړولی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت تېره ورځ ویلي وو چې د کونړ په زلزله کې تر هغه مهاله د شهیدانو شمېر ۱۴۵۷، د ټپیانو ۳۳۹۴ او د ویجاړ شوو کورونو شمېر ۶۷۸۲  ثبت شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) ویلي، ملګرو ملتونو تر اوسه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره پنځه میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.

یو شمېر هېوادونو هم له زلزله‌ځپلو سره مرستې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.