Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

م.م: د افغانستان ختیځ کې د زلزلې‌ځپلې سیمې ۲۵ کیلومتره مربع ځمکه پر چاودېدونکو توکو ککړه ده

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو ویاند وايي، د دې ادارې د ماینونو ضد د اقدام سرویس همکارانو خبرداری ورکړی چې د افغانستان ختیځ کې د زلزلې‌ځپلې سیمې ۲۵ کیلومتره مربع ځمکه پر چاودېدونکو توکو ککړه ده.

د یکشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې په ختیځو ولایتونو کې زلزله وشوه چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ درجې و. مسوولینو تر پرون ورځې ویلي وو چې په دې زلزله کې تر اوسه ۱۴۵۷ کسان شهیدان، ۳۳۹۴ ټپیان او ۶۷۸۲ کورونه وران شوي او ښايي دغه شمېرې لوړې شي. تر ټولو ډېر مالي او ځاني زیان په کونړ کې اوښتی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبری ناسته کې ویلي، د دغه بنسټ بشردوستانه همکاران وایي چې په زلزله‌ځپلو سیمو کې سرپناه، طبي تجهیزات، د څښاک اوبه، خواړه او حفظ‌الصحه بېړنۍ اړتیاوې دي.

نوموړي څرګنده کړې: «د بشري برخې همکاران مو راته وايي چې لا هم سرپناه، طبي وسایل، د څښاک اوبه، خواړه او روغتیايي خدمات بېړني لومړیتوبونه دي. دغه‌راز، له دې امله چې دغه هېواد د کلونو جګړو ښکار شوی، زموږ د ماین ضد خدمتونو همکارانو خبرداری ورکړی په زلزله‌ځپلو سیمو کې ۲۵ کیلومتره مربع ځمکه پر چاودېدونکو توکو ککړه ده.»

د هغه په وینا، د افغانستان په ختیځو زلزله‌ځپلو سیمو کې اړتیاوې لا هم ډېرې دي او ملګري ملتونه له ټولو هغو کسانو چې په دې برخه کې مرسته کولای شي، غواړي چې مرسته وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.