کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۴): پاکستان د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره ۱۰۵ ټنه بشري مرسته وکړه او ترکمنستان وایي ډېر ژر به خپلې بشري مرستې افغانستان ته راولېږي.
د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه د ريښتر په کچه ٦ درجې زلزلې د افغانستان کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې زیانونه واړول؛ د دغو زیانونو ډېر په کونړ کې اوښتي دي. تر اوسه په کونړ کې د دې زلزلې له امله د ۲۲۰۵ کسانو د شهادت، د ۳۶۴۰ کسانو د ټپي کېدو او د ۶۷۸۲ کورونو د ویجاړېدو راپور ورکړل شوی خو کېدای دغه شمېرې لوړې شي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پاکستان نن په تورخم کې د دغه ولایت مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی ته له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰۵ ټنه درمل، خوراکي توکي، خېمې او البسه سپارلي دي.
سرچینې لیکلي چې په تورخم کې د پاکستان کميسار ميجر حماد د دغو مرستو د سپارلو پر مهال افغانستان او پاکستان دوه مسلمان وروڼه هېوادونه وبلل او پّ افغانستان کې د زلزلې له امله په رامنځته شوې غميزه یې خواشيني وښوده.
سرچینې زیاته کړې، د ننګرهار ولايت مرستيال له پاکستاني مسوولینو مننه وکړه چې مرسته یې وکړه او خواخوږي يې له افغانانو سره شريکه کړه.
د یوه بل خبر له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکمنستان د وزيرانو شورا له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير رشيد مردوف سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په ختیځو ولايتونو کې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په هکله خپل د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او ویې ویل چې د ترکمنستان د ملي رهبر قربانقلي بيردي محمدوف د خيريه بنسټ له لوري به له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره بېړنۍ بشري مرستې افغانستان ته وسپاري. سرچینه لیکي چې په دغو مرستو کې به پوښاک، خېمې، درمل او خواړه شامل وي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیرخان متقي له خپل ترکمنستاني سيال څخه په دغه لوی ناورین کې د غمشریکۍ، خواخوږۍ او د افغانانو د لاسنیوي له امله مننه وکړه او اړمنو خلکو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو ډاډ ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې نن د قطر د بشري مرستو څلور الوتکې کابل ته رارسېدلې او د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره یې دوه ګرځنده روغتونونه، درمل، خوراکي او د سرپناه اړين توکي راوړي دي.
ملګرو ملتونو هم د پنځه میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی او یو شمېر نورو هېوادونو هم مرستې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP