کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۴): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزشي همکاریو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ غوښتنه کړې چې په ګډو سیالیو کې دې افغان او ترکمن لوبغاړو ته د ګډون زمینه برابر شي.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ادارې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق او د مشرتابه پلاوي د یادې کمېټې په دفتر کې په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د مرګژوبلې له امله خپله خواخوږي څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د خپل هېواد د مرستو او همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.
عوضوف دغه راز ویلي چې «ورزش پوله نه پېژني» او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ورزشي اړیکې نورې هم پراخې شي.
سرچینې لیکلي چې مولوي احمدالله وثیق د ترکمنستان د سفیر له خواخوږۍ د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او دوستانه اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي: «افغانستان او ترکمنستان نږدې ګاونډیان او مخکني ملګري دي؛ زموږ اړیکې باید په ټولو برخو، په ځانګړې توګه د ورزش برخه کې، پیاوړې او دوستانه وي. ورزش پوله نه پېژني او کېدای شي د ملتونو ترمنځ د اړیکو پُل شي.»
وثیق د هېواد د ورزش ادارې لاستهراوړنو او فعالیتونو ته په اشاره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ورزشي همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې او وړاندیز یې کړی چې په افغانستان کې د ترکمن او په ترکمنستان کې د افغان ورزشکارانو لوبېدو ته زمینه برابره شي څو د ګډو سیالیو د ترسره کولو له لارې د ورزشکارانو مهارتونه او ظرفیتونه لوړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP