Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت دوه سربندونه جوړېږي

پل‌علم (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۴): د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په څرخ او ازرې ولسوالیو کې د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د دوو سربندونو جوړولو چارې پیل شوې.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراقا پیر حبیب‌الرحمن په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل، دغه دوه سربندونه په ازره او څرخ ولسواليو کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP)‎ په مالي ملاتړ جوړېږي.

هغه وویل چې پر دې دوو پروژو ۲۰۰ زره امریکایي ډالره لګښت راځي او له پرانيستو سره به یې زرګونه جریب کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

هغه زیاته کړه چې دا پروژې د کرنې ریاست د پراختیایي پلان یوه مهمه برخه ده او ورته پروژې به نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

بلخوا، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور، د اوبو د یادو سربندونو جوړېدل د کرنې پراختیا او د اوبو د مدیریت لپاره مهم وبلل او زیاته یې کړه چې ورته پروژې دې د لوګر نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

دین‌پرور یادونه وکړه چې د دې پروژې له پیل سره به شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.