کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د ختیځو ولایتونو زلزلهځپلو ته د مرستو راټولولو په موخه نن په خوست ولایت کې د کرکټ سیالي ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، افغان لوبغاړي به د دوو لوبډلو په جوړښت کې د ختیځو ولایتونو زلزلهځپلو ته د مرستو راټولولو لپاره د لوبې ډګر ته ښکته شي.
سرچینې زیاته کړې، یاده لوبه به د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې ترسره شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په لوبغالي کې د دې لوبې د ننداره کولو ټکټ ۵۰ افغانۍ دی چې ټولې راټولې شوې پیسې به یې د ختیځو ولایتونو زلزلهځپلو ته ورکړل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي: «راشئ دغه ستره لوبه له نږدې ننداره کړئ او د ټکټ او نورې مرسته شوې پیسې د کونړ زلزلهځپلو ته هدیه کړئ. کونړ یوازې نه دی، بلکې د خوست په ګډون یې ټول هېواد ترڅنګ ولاړ دی.»
د یادونې ده، په دغه لوبه کې د کرکټ ملي لوبډلې د اوسنیو لوبغاړو ترڅنګ یو شمېر پخواني او د کورني کرکټ لوبغاړي هم لوبېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP