Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له پېښو سره د مبارزې اداره: د تېرې شپې زلزله مرګ‌ژوبله نه‌لري خو مالي زیانونه یې اړولي

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۴): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله تراوسه د مرګ‌ژوبلې پېښه نه ده ثبت شوې خو په کونړ او ننګرهار کې یې مالي زیانونه اړولي دي.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د لومړنیو راپورونو پر بنسټ، پرون شپه په کابل، پروان، میدان‌وردکو، پنجشېر، کاپیسا، خوست، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې زلزله شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه زلزله په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې زوروره وه.

سرچینې زیاته کړې، یادې زلزلې د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو او د کنړ ولایت په درېیو ولسوالیو کې مالي زیانونه اړولي خو تر اوسه کوم ځانی زیان نه دی ثبت شوی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.