Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملا برادر: پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدودیتونه نور باید پای ‌ته ورسېږي

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له نړۍوالې ټولنې او نړۍوالو مالي بنسټونو غوښتي چې نور دې پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدودیتونه پای ته ورسوي؛ ځکه دغو محدودیتونو په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې پر بهیر ناوړه اغېز کړی دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د پانګونې د جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور د ملاتړ تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې افغانستان د لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره پراخ او لوی ظرفیتونه لري او د تولیدي منابعو د خامو موادو د کافي ذخیرو درلودو له امله یو غني هېواد بلل کېږي.

هغه زیاته کړه، افغانستان د نورو زېرمو ترڅنګ د اوبیزې، بادي او لمریزې برېښنا پراخې منابع لري، چې له یادو منابعو ګټه اخیستنه نه یوازې افغانستان د برېښنا برخه کې ځان بسیاینې ته رسوي؛ بلکې نورو هېوادونو ته هم د انرژۍ صادرولو جوګه کېدای شي.

ملا برادر دغه کنفرانس د افغانستان د برېښنا سکټور د پراختیا لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو د جذب، د برېښنا سکټور کې د پانګونې موجودو فرصتونو د معرفي کولو، په دغه سکټور کې د ننګونو څېړلو او د غوره حل‌لارو وړاندې کولو او هر اړخیزو بحثونو برخه کې مهم وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه کنفرانس به د تطبیق وړ پایلو په ترلاسه کولو سره په ښه ډول پای ته ورسېږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال پر ټولو هېوادونو، نړۍوالې ټولنې او نړۍوالو مالي بنسټونو غږ وکړ چې نور دې پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدودیتونه پای ته ورسوي. د هغه په خبره، دغو محدودیتونو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې پر بهیر ناوړه اغېز کړی او دا د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه نه دي.

د یادونې ده، «د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ» تر سرلیک لاندې په جوړ شوي یاد کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غړو، د اوزبېکستان او ترکمنستان هېوادونو د انرژۍ وزیرانو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ، نړۍوال بانک، د اسیا پرمختیايي بانک، د نوې کېدونکې انرژۍ د ملاتړو بنسټونو، د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام او د یو شمېر سفارتونو استازو او دغه راز د کورني او بهرني خصوصي سکټور مسوولینو ګډون کړی و.

دغه کنفرانس د افغانستان د برېښنا په سکټور کې د پانګونې د وړتیا او موجودو فرصتونو معرفي کولو، په دغه سکټور کې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو د دوامداره جذب، د ستونزو پېژندنې، د مناسبو حل‌لارو وړاندې کولو، د برېښنا سکټور کې د تخصصي پوهې لوړولو، د دولتي او خصوصي سکټور او نړۍوالو برېښنايي بنسټونو ګډ کار او همغږۍ او د برېښنا د سیمه‌ییز اتصال لپاره د زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.