کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): تېره اونۍ، د ډنمارک د کډوالو شورا مشرې وویل چې د افغان کډوالو په اړه اندېښنې به له پاکستاني او ایراني چارواکو سره شریکې کړي، ا.ا خبر ورکړ چې د کډوالۍ انګېزو ختمولو لپاره یې تګلاره جوړه کړې، دغهراز ملګرو ملتونو د یوې سروې له مخې اعلان وکړ چې ډېری افغانان د نجونو زدهکړې مهمې بولي او د شانګهای همکاریو سازمان بیا په افغانستان کې د ټولګډون حکومت جوړېدو غوښتنه وکړه.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- د ډنمارک د کډوالو شورا مشره: د افغان کډوالو په اړه اندېښنې به له پاکستاني او ایراني چارواکو سره شریکې کړم
- مولوي عبدالکبیر: د کډوالۍ انګېزو ختمولو لپاره مو ستراتیژي جوړه کړې
- م.م: ډېری افغانان د نجونو زدهکړې مهمې بولي
- ضمیر کابلوف: له کابل سره د اړيکو پراختیا کولای شي «ترهګریز ګواښونه» راکم کړي
- د شانګهای همکاريو سازمان اعلاميه: افغانستان کې د ټولګډون حکومت جوړول دایمي سولې ته د رسېدو یوازېنۍ لار ده
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د لغمان په مرکز مهترلام کې د یوه واده مراسمو پر مهال د شخړې له امله یو کس وژل شوی او غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې د لاسي بم چاودنې له امله یوه ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

وړمه اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله څلور کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
افغان کډوال
تېره اونۍ، د ډنمارک د کډوالو شورا مشرې شارلوټ سلنټه د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې په جبري ډول له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو راایستل د اندېښنې وړ وبلل.
هغې زیاته کړې وه، په دې اړه به له پاکستاني او ایراني چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې په څنډه کې به د افغان کډوالو ستونزې تر اړوندو هېوادونو ورسوي.
دغه راز، د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي وو چې م.م د کډوالۍ ستونزې د دایمي حل په موخه د افغانستان په شمال کې د ۳۲ میلیون ډالرو په لګښت پروژې پلې کوي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، په هېواد کې د کډوالۍ انګېزې د له منځه وړو په موخه د یوې ستراتيژۍ د جوړېدو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت راستنو شوو ته د کارموندنې هڅې کوي او د کډوالۍ د دایمي حل لپاره لاس په کار دی.
پاکستان د پياوار کارت لرونکو افغانانو د ایستلو لپاره د تېرې اګسټ میاشتې تر ۳۱مې وروستۍ نېټه ټاکلې وه. په دغه هېواد کې افغان کډوال وايي، د پياوار کارت لرونکو لپاره د ټاکل شوي ضربالاجل تر پای ته رسېدو وروسته له دغه هېواده د افغانانو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تېرې زمري میاشتې په ۸مه ويلي وو، یوازې په تېرو درېيو مياشتو کې نږدې دوه میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۱.۸ میلیونه یې په جبري توګه راايستل شوي دي.
د نجونې زدهکړې
تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اعلان وکړ چې د یوې سروې له مخې، د افغانستان په کلیوالي سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې د نجونو له زدهکړو ملاتړ کوي او په ښاري سیمو کې بیا د دواړو جنسونو له خوا دغه ملاتړ ۹۵ سلنه دی.
دغه بنسټ لیکلي وو چې په سروې کې څه باندې دوه زره افغانانو ګډون کړی او «۹۲ سلنو» ویلي چې د نجونو زدهکړې «مهمې» دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي وو، نجونې له زدهکړو سره ډېره لېوالتیا لري او کورنۍ یې هم د خپلو لوڼو پر زدهکړو ټینګار کوي.
اسلامي امارت د م.م د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو چې د نجونو د زدهکړو لپاره د شرعي جواز په ترلاسه کولو کار روان دی.
داعش ډله
تېره اونۍ، د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف داعش ډله «تر ټولو خطرناکه نړۍواله ترهګره ډله» بللې وه او ویلي وو چې له کابل سره د سياسي او اقتصادي اړيکو پياوړتیا کولای شي «ترهګریز ګواښونه» راکم کړي.
هغه د پاکستان له اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، باور لري چې د افغانستان د حکومت باید په کافي اندازه ملاتړ وشي، څو وکولای شي د افغانستان په خاوره کې ترهګري مهار کړي.
کابلوف زیاته کړې: «اصلي دلیل د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو دا دی چې مسکو غواړي له نوو افغان چارواکو سره بشپړې سیاسي او اقتصادي اړیکې ټینګې کړي؛ دا پرېکړه همداراز د ګاونډیو هېوادونو د امنیتي اندېښنو لرې کولو لپاره شوې ده.»
ده د نور هېوادونه له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندني په اړه ویلي: «چین تر اوسه افغانستان په رسمي ډول نه دی په رسمیت پېژندلی؛ خو د هغه هېواد سفیر یې منلی او د هغه ډیپلوماټیک باورلیک یې منلی دی. پاکستان هم د افغان حکومت استازی د سفیر په کچه منلی چې د رسمي پېژندنې لپاره یو ډول شين څراغ ګڼل کېږي.»
د شانګهای همکاريو سازمان
تېره اونۍ، د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه د چین په تیانجین ښار کې جوړه شوه.
د یاد سازمان غړو په ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ټولګډون حکومت جوړېدل دایمي سولې او ټیکاو ته د رسېدو یوازېنۍ لار ده.
په اعلامیه کې راغلي: «د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه د یوه خپلواک، بېپرې او سولهییز افغانستان چې له ترهګرۍ، جګړې او نشهيي توکو پاک وي، ملاتړ کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت بیا ټینګار کړی چې اوسنی حکومت د هېواد له ټولو قشرونو او ټبرونو جوړ او همهشمول دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP