منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۹ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ملګري ملتونه: ډېری افغانان د نجونو زده‌کړې مهمې بولي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹۴ کتنې
GENEVA, SWITZERLAND - MAY 03: Flags stand outside the United Nations (UN) building in Geneva, Switzerland, on May 3, 2022 in Geneva, Switzerland. Switzerland, which has a long tradition of neutrality in international politics, has joined Europe in a broad selection of sanctions against Russia. (Photo by Robert Hradil/Getty Images)

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اعلان کړی چې د یوې سروې له مخې، د افغانستان په کلیوالي سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې د نجونو له زده‌کړو ملاتړ کوي او په ښاري سیمو کې بیا د دواړو جنسونو له خوا دغه ملاتړ ۹۵ سلنه دی.

دغه بنسټ لیکلي چې په سروې کې څه باندې دوه زره افغانانو ګډون کړی او «۹۲ سلنو» ویلي چې د نجونو زده‌کړې «مهمې» دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي چې نجونې له زده‌کړو سره ډېره لېوالتیا لري او کورنۍ یې هم د خپلو لوڼو پر زده‌کړو ټینګار کوي.

سرچینې لیکلي، د ۲۰۲۵ کال په جولای او اګسټ میاشتو کې د یاد بنسټ د یوې بېلې ټيلېفوني سروې له مخې، په هغو سیمو کې چې راپور ورکړل شوی، په موسسو کې د ښځو پر کار بندیز پلی کېږي، ۹۷ سلنه ځواب ورکوونکو ښځو ویلي چې دغه بندیز د دوی پر ورځني ژوند منفي اغېز کړي دی.

دغه‌راز په راپور کې راغلي، اوس په افغانستان کې له نیمايي ډېر غیردولتي سازمانونه راپور ورکوي چې یاد بندیز ښځو او نجونو ته د حیاتي خدمتونو رسولو لپاره د هغوی لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په راپور کې ویل شوي چې ۴۰ سلنه افغان ښځې اوس هم د داسې راتلونکي په تمه دي چې په کې د «بدلون او برابرۍ» امکان شته.