کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال بنسټ وایي چې په تېرو ۲۳ میاشتو کې په غزه کې د جګړې له امله لږ تر لږه ۲۰ زره ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۴۲۰۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال بنسټ (سیف د چلډرين) تېره ورځ په یوه راپور کې ویلي چې په غزه کې د نږدې ۲۳ میاشتنۍ جګړې په جریان کې لږ تر لږه ۲۰ زره ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په راپور کې راغلي، په غزه کې په منځنۍ کچه په هر ساعت کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی چې ۱۰۰۹ ماشومانو له یو کال څخه کم عمرونه درلودل.
سرچینې ویلي، په دې موده کې ۴۲۰۱۱ ماشومان ټپیان شوي، ۲۱۰۰۰ ماشومان دایمي معلول او په زرګونو نور ورک دي چې ګومان کېږي تر خاورو لاندې به شوي وي.
د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال بنسټ زیاته کړې چې په غزه کې د ژوندي پاتې ماشومانو ژوند هره ورځ له خطر سره مخ دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP