غزنيښار (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): د غزني د خوګیاڼو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیايي مرکز دی چې د خلکو اړتیا نه شي پوره کولای خو مسوولین ډاډ ورکوي چې د معیاري مرکزونو په جوړولو سره به د خلکو روغتیایي ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د غزني د خوګیاڼو ولسوالۍ یوه قومي مخور حاجي محمدعارف پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیایي مرکز دی چې ټولو خلکو ته خدمات نه شي وړاندې کولی او روغتیايي امکانات یې هم کم دي.
هغه زیاته کړه: «هغه ستونزې چې موږ یې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې لرو، دا دي چې موږ په ټوله ولسوالۍ کې یو کلینیک لرو، بستریز نه دی، د عملیات ځای نه لري، لابرتوار نشته، درمل یې کم وي، نو اړ یو چې خپل ناروغان مرکز ته بوځو.»
هغه دغهراز وویل چې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې هم معیاري نه دي؛ کله کله ناروغان د درملنې مرکزونو ته له رسېدو مخکې په لاره کې ساه ورکوي.
نوموړي له حکومته او اړوندو موسسو وغوښتل چې په یاده ولسوالۍ کې د خلکو روغتیایي ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د دې ولسوالۍ یو بل قومي مشر حاجي روزيګل هم وایي چې د ولسوالي خلک روغتیايي خدماتو ته سم لاسرسی نه لري او له حکومته د دې ستونزې هواري غوښتنه کوي.
هغه وویل: «دلته نه د ناروغانو د درملنې لپاره مناسب درمل، پرسونل او ځای شته او نه یې هم ښار ته د انتقال لپاره سمه لار.»
د خوګیاڼو ولسوال مولوي ملا محمدنعیم ابوطه هم وایي چې په دې ولسوالۍ کې یو روغتیایي مرکز شتون لري.
هغه زیاته کړه، پخوا یوه دوه سیار روغتیایي مرکزونه د ځینو موسسو له خوا فعال وو، خو پر ځینو موسسو د امریکا له مالي بندیزونو وروسته هغو هم خپل فعالیت بند کړ.
د نوموړي په خبره، کوم روغتیایي مرکز چې اوس فعال دی، تکړه ډاکټران نه لري او د درملو او نورو امکاناتو له کمښت سره هم مخ دی او د خلکو اړتیا نه شي پوره کولای.
ولسوال وایي چې د شته ستونزو په اړه یې د ولایتي ادارې او عامي روغتیا وزارت له مسوولینو سره خبرې کړې دي چې په وینا یې، هغوی یې د حل ژمنه کړې ده.
د ټولنیزو چارو یو شنونکی شېراحمد افغان بیا وایي، دا چې په یاده ولسوالي کې په تېرو کلونو کې جنګ و، په تېر حکومت کې د خلکو روغتیايي ستونزو هوارولو برخه کې هيڅ پاملرنه ونه شوه، خو اوس مهال چې امنیت ټینګ دی، حکومت دې د روغتیایي ستونزو هواري ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه وویل: «اړتیا ده چې اوسنی حکومت د خوګیاڼو ولسوالۍ ترڅنګ په ټولو لرو پرتو سیمو کې روغتیايي ستونزو هوارولو ته جدي پاملرنه وکړي، څو خلک له شته ستونزو خلاص شي.»
هغه زیاته کړه، په غزني کې نه یوازې د خوګیاڼو، بلکې د ډېرو نورو ولسوالیو خلک هم له ورته ستونزو سره مخ دي.
د غزني د عامې روغتیا ريیس ډاکټر محمدزرک ځیرک بیا وایي، هڅه کوي د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې داسې روغتیايي خدمتونو وړاندې کړي چې د خلکو اړتیاوې پوره کړای شي او په دې برخه کې د تېرو کلونو په پرتله ډېر ښهوالی راغلی دی.
هغه وویل چې د خوږیاڼو ولسوالۍ د نورو ولسوالیو په پرتله له مرکز سره نږدې پرته ده.
نوموړي زیاته کړه: «په خوږیاڼو کې موږ له درېیو تر پنځو روغتیایي مرکزونه لرو چې یو پهکې سيسيپلس روغتیایي مرکز دی چې په دغه مرکز کې جراح ډاکټر لرو، اکسري لرو، التراسونډ لرو، زنانه اېمډي ډاکټره لرو خو موږ هڅه کوو چې ورځ ته په ليدو سره په هره ولسوالي کې یو جياېچ تعمیر او مرکز فعال کړو.»
دی وایي، هیله شته چې په لنډ وخت کې د هېواد په کچه په ټولو ولسوالیو کې د دغو مرکزونو جوړولو چارې پیل شي.
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل: «د خوږیاڼو ولسوالۍ څلور پنځه کلینیکونه لري.»
د یادونې ده، د غزني خوګیاڼو ولسوالۍ شاوخوا ۱۱۰ لوی او واړه کلي لري او نفوس یې هم زرګونو ته رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP